Zrpana22

غزل / نجیب عامر

17.09.2009 15:55

غزل
نجیب عامر

یو زړه لرم هغه هم چاودېدو ته دی راغلی
دا وخت لکه ښامار زما خوړو ته دی راغلی
اوه قدمه لرې مشره! پروت یې بې خبر یې
اوم اسمان نه خدای زما لیدو ته دی راغلی
له چانه به ځان ساتې هر پنځم سړی قاتل دی
وضیعت نور په دې ښار کې شرمېدو ته دی راغلی
دانه منم زما په مرګ به ته جنت له درومې
منم چې انسان بیرته ستنېدو ته دی راغلی
خبر نه وم چې غم به مې په زړه ځاله کړي جوړه
ما وی جوړې میلمه دی او څو شپو ته دی راغلی
داحال دی چې سوال ګر هم دروازه کې اواز وکړي
زه وایم عزرائيل سا اخیستو ته دی راغلی
دخدای په خدايۍ کې د استوګنې ځای یې نشته
عامر چې ستاسو چم ته اوسیدو ته دی راغلی

2009/09/17
پېښور

که اورېدل غواړﺉ دا ځای کلک کړﺉ

نقیب خوږیاڼی 18.09.2009 06:04

سلامونه او نیکی هیلی نجیب عامر او ټولو اوریدونکو اولیدونکو ته زه چه دشپی ٤بجی دکار نه خپلی جونګړی ته راورسیږم دهرڅه دمخه دخپل کمپیوټر تڼی ورزور کړم ا ول تازه خبرونه ګورم زړه می په ځایۍ نه وې چه خداۍمه که زمونږپه ګران ټاټوبی کی به بیاغم دچا دخونی مخی ته خپله کیږدۍ درولې وې هرانسان په خپل وطن او خلکو دردیږې خو ده پښتنو په حال مساپر پښتانه ډیر دردیږې هر کله چه زړه ودردیږې خپل درد نوروخلکو ته ښکاره کړې تاسو پوهیږۍ هغه دچا زړه وې دشاعر اوهغه نجیب عامردی چه هم یی شعر ډیر په زړه پوری شعر دی او هم یی اواز او انداز ستاد نورو غزلو په اومید خداۍ دی تل خوخی در په برخه کړې هالینډ

محمدنبي تدبير 18.09.2009 06:03

عامر صيب دا غزل هم ستا د نورې شاعرۍ غوندې ښكلې او په زړه پورې ده. زه هر وخت تاسو ته بې ځايه مشورې دركوم خداى دې وكړي چې خپه نه شې ځكه چې زه ستا د شعر او نثر مينه وال يم. دا دى يو وار بيا هم ستاسو په شعر كې بې ځايه تخنيكي لاسوهنه كوم كه خوښه دې وه نو ويې منه:
زما په نظر (اووه) يو سيلاب دى. نو كه اووه چېرته يو سيلاب شي بيا ستا د دې بيت په دواړو مسريو كې يوه څپه كمېږي. ما خو چې همدغه بيت ستاسو په ښكلي غږ واوريدو نو (اوه) مو يو سيلابه ولوستو.
اوه قدمه لرې مشره! پروت یې بې خبر یې
اوم اسمان نه خدای زما لیدو ته دی راغلی
پورتنى بيت كه داسې شي

ته اوه قدمه لرې مشره.....
له اووم اسمانه خداى....

په لاندې بيت كې هم د څپو يا مسريو كمى دى ځكه چې ستاسو د غزل هره مسره پنځلس څپه ايزه ده خو دلاندې بيت دويمه مسرۍ څوارلس څپې ده. كه د لاندې بيت دويمه مسرۍ داسې شي:
زه وایم عزرائيل مې سا اخیستو ته دی راغلی

داحال دی چې سوال ګر هم دروازه کې اواز وکړي
زه وایم عزرائيل سا اخیستو ته دی راغلی

په لاندې بيت كې لومړۍ مسرۍ يوه سيلاب كمېږي نو كه داسې شي :
د خداى په دې خدايۍ كې .....
دخدای په خدايۍ کې د استوګنې ځای یې نشته
عامر چې ستاسو چم ته اوسیدو ته دی راغلی
عامر صيب زه خو شاعر نه يم كه په وړانديزونو مې خپه كېږې او بې ځايه درته ښكاري نو بيا يو ايمل راته وكړه يوازې به يې لولم.

تدبیر صیب مننه !

تاسو همیشه مهربانه وﺉ ،اوستاسو مشورې په ما ښې لګي .غزل کې به خامخا تخنیکې تیروتنې وي . زه یې د رغولو هڅه کوم .کله مې چې دا غزل لیکه یو کمپوز مې په ذهن کې و، په هماغه حالت کې مې لیکلی ، څپې مې نه وې شمیرلې خو په هغه کمپوز کې برابر راتلو .رښتیا هغه ستاسو هغه یوه خبره مې دلته نه ده لیکلې ( بس زه او ته پرې پوی شو دا ډېره ده ) نور نو مننه درنه کوم ، ښه ژوند درته غواړم او دا ژمنه هم چې بیا به هم راته مشورې راکوې او تبصرې به رالېږې .

رحمن الله رسا 18.09.2009 00:05

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
رحمن الله رسا، جرمنی،بوخوم پوهنتون
ګرانه عامر جانه سلامونه او نیکی هیلی می اومنه هیله ده چی روغ او جوړ به وی.
واقعاً چی ډیر ښایسته غزل دی لیکی مبارکی یی درته وایم.
قلم د همداسی تاند اوسه.
ابراهیمی خلیل ته وایه چی تبرونه راوړی
د سجدو ست راته په سترګو کی صنم کړی دی
رسا

سمسور شينوارې 17.09.2009 23:21

عامر صاحب!دلوړپښتنې احساس اودسياسي بصيرت شاعره ديو مساپردعقيدت نذرانې ومنه،نن چئ ځما اوستا په لراوبروطن دمتمد ن نړې دمتمد ن وحشت اود ق٠م دپيړيو دبربريت بت پرستانو کوم ايتلاف کړې اودپښتون دنغرې اور وژنې دا اوردوحشت اوبربريت ګريوانونه هم سيځلاې شې ستاسي ښکلي غزل ديو لووړ تمثيل اينۀ ده٠ سجدی ته مورابولي په سجدو مونږبلد نه يو٠ يوه سجده موکړې يوه ذات په پښتوده

ټولې تبصرې