Zrpana22

سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دى

16.09.2009 14:07

سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دى
څوک چې دا توپير پالي هغه بني آدم نه دى
وايي ستم ګر جانان چې ژوند په ژړا نه ارزي
زړه کې يې چينه نشته په سترګو کې يې نم نه دى
يو ورته زارۍ نه کړي او بل ورته انکار نه کړي
هغه خو مين نه دى دغه خو صنم نه دى
سل دې راته وايې ته!او يودې زما نه اورې
هر څه دې داستا منم دا انصاف خو سم نه دى
ووتو مندر نه اوروان دى د حرم په لور
ګوره لېونى عامر په يو ځاى کې هم تم نه دى