Zrpana22

په لاره کې مېږو ته هم ډېر پام کوم او ځم

21.07.2009 16:59

وږمه سبا عامر

اشنا بس تش درشل ته دې سلام کوم او ځم
ته ګوره درته څومره احترام کوم او ځم
په زړه کې مې راځي چې دوى به هم وي مينه کړې
په لاره کې مېږو ته هم ډېر پام کوم او ځم
اوس وايه ستا په سترګو کې ځائيږم او که نه ؟
دا ستا د بڼو شپول لاندې آرام کوم او ځم
پو هيږم درد مې ډېر دى او قرار مې دلته نشته
ساقي يوازې هيله د يو جام کوم او ځم
صنمه دومره ډېر دې يادوم چې ځان مې هېر شي
هندوې غوندې لاره کې رام رام کوم او ځم

٢٠٠٦مارچ١٦پېښور

پياوړی 23.07.2009 11:24

سلامونه او ښي چاری!!!
وږمه خوری الله دي په قلم برکت که ډير ښکلی شعر مو ليکلۍ
يوه پوښتنه لرم:

ستاسو خو کومه شعرې ټولګه نه ده چاپ شوي؟او يا زه ستا سو د ښکلو شعرونو د لوستلو څخه بی برخي يم.

وږمه سبا :

پیاوړی صیب سلام ! زما دشعرونو یوه ټولګه دانش نشریاتي موسسې چاپ کړې چې ( دپلوشو اتڼ ) نومیږي .ددې ترڅنګ مې دلنډوکیسو ټولګه ( دواورې لمن ) اوناول ( بنګړیواله )هم د نوموړې ادارې له خوا چاپ شوي دي .

حاجي محممد 23.07.2009 09:19

وږمه جاني سلام !
شعرمې ولوست په رښتيا ډير ښكلي دى تاسي دې تل  شاعره پاتې شى خوپه ميږ, ډيرپام كوئ چې خوږ درنه نه شي .

احمد 23.07.2009 07:23

ډیر ښه ډیر ښکلی شعر و .

عزيزالرحمن ذكي 22.07.2009 08:53

واقعا ډېر ښايسته شعر وو ډېر مې خوښ شو او ډاډه يم چې د ډېرو به خوښ شي باور وكړۍ دومره مې خوښ شو چې نه پوهېږم په يوه سا مې څو څلي ولوست بس زما د زړه اواز و او درد پكې كټ مټ انځور شوى و خو دا تګ ښه ندى تم كېدل پكار دي. په مينه

ټولې تبصرې