Zrpana22

مه کوه قسم باور مې نه را ځي/ سبا عامر

21.07.2009 16:51

وږمه سبا
هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي
لاس دې راله راکړو خو لستوڼي کې
نه لرې لړم باور مې نه راځي
کور کې د الله د مسلمان له خوا
والوتلو بم باور مې نه را ځي
خداى دې له جنته ادم ويستى وي
تش په يو غنم باور مې نه را ځي
سپينه خوله دې وي،رښتيا دې ووايي
مه کوه قسم باور مې نه را ځي

امانزوى 22.07.2009 14:38

سبا خور ته نيكې هيلې او سلامونه
له خداى نه درته لا زياته برياغواړم او د روښانه راتلونكي او سپين سبا ليدونكى مو يم.
زه خو ډير په شعر نه پوهيږم خو بيا هم وايم چې د سړى د زړه تل ته د كوزيدو توان پكې له ورايه ښكاره كيږي، غواړم يوه خبره وكړم هغه داچې بايد په دې خبره كلك باور ولرو چې الله پاك ادم ع له جنته د غنم په دانه راوويسته كه څنګه!؟
بيا بيا درته وايم چې شعر دې هغه څه لري چې د انسان زړه ووتخنوي.
په پښتنه مينه،
امانزوى

Dilawar Khan Dilawar 22.07.2009 09:24

یاره خو وږمه جانی صفت دی ډیر نکوم هسی نه چی له ځانه ورکه شی خو لوی څښتن دی درته اوږد ژوند او همت درکړي چې د پښتو په لمنه کې نور هم دغه رنګ ګلان ورواچوې.
مننه

عبداللۀ هوډساپی 22.07.2009 09:04

deer khwkle ghazal domra khwkle che bas hamdomra سبا خورد لازېاتو برياؤ په هيله غبدالله هوډساپی کونر

ټولې تبصرې