Zrpana22

داګل په لاس درته ولاړيم

04.09.2006 17:20

درنو دوستانو!

ښې چارې .......هيله لرم چې نېک مرغه شېبې به ستاسې مېلمنې وي .دا هم يوه لاره ده چې سړى پرې تاسې غوندې ادب پالو دوستانون سره مخامخ کېدى شي .دزرپاڼې په پاڼو کې به زه او ننداره (دوږمې سبا کورنى نوم ) خپلې تازه ليکنې تاسې ته وړاندې کوو .او ستاسې د رغنده مشورو ، نيوکو او تبصرو لار به څارو .هيله لرو چې بدرګه به مو کړئ .ددې پاڼې نوم مو ځکه (زرپاڼه) غوره کړى چې زرپاڼه زمونږدګډ ژوند لومړنۍ مېوه ده .مونږ به هڅه کوو چې په دې پاڼه کې جالبه او په زړه پورې شيان تاسې ته وړاندې کړو .ددې پاڼې په جوړولو کې که د شيرزاد کامه وال او  مجيب الرحمان انګار نه مننه ونه شي نو ښايي چې دا به نا ځواني وي .له خدايه يې د ژوند په چارو کې ګړندي غواړم .

                                                 په درنښت

                                                  نجيب عامر