Zrpana22

اجمل خټک یو خوږ مشر چې هېرول یې ناشوني دي ./ نجیب عامر

08.02.2010 14:25

اجمل خټک یو خوږ مشر چې هېرول یې ناشوني دي .

نجیب عامر

 

دپېښور ،پښتونخوا سیمې یو بل خوږ مشر اجمل خټک هم له مونږ نه رخصت واخیست .پېښور د قلندر مومند،سیف الرحمان سلیم او اجمل خټک غوندې په مشرانو باندې ښایسته و،اوس دا ښار بې شملې،پیکه اوتنها تنها ښکاري .اجمل خټک د خپل عمر ډېره برخه په افغانستان کې تېره کړې وه نو ځکه هلته هم بې شمېره مینه وال لري .دافغانانود هغه سره د مینې اندازه ددې خبرې نه ولګوئ چې ( اجمل ) نوم نږدې په هر کور کې اېښودل شوی دی .

دی لا کابل کې جلاوطنه و چې،مونږ ددوی سیمې اکوړه خټک ته کډه وکړه.دده هوجره په منځ بازار کې وه او زه به هره ورځ دهغې له مخې نه د سیند غاړې مکتب ته د هوايي کیمپ نه ورتلم . بیا دی په یو شرنګ سره د کابل نه بیرته خپلې سیمې ته راستون شو. نن هم راته هغه ورځ یادیږي، نږدې ټول اکوړی سرو بیرغونو،سرو خولیو او سرو کالیو پوښلی و.بیا به چې مکتب  ته تلم نوپیتاوي ته د نورو مشرانو سره ناست خټک بابا به مې هم لیدلو .

دا زما د وړوکوالي یادونه دي ،دده د هوجرې مخې ته یومیدان هم و او هلته د والي بال د لوبې ټورنامنټ هم  جوړېده، راته یادیږي چې یوځل ټورنامنټ و او هغه د اجمل بابا په یو سرویس سره پرانیستل شو، هم هلته چا وویل چې ښاغلی خټک په ځوانۍ کې د والی بال یو ښه لوبغاړی هم و .

کلونه پس چې مونږ اکوړی پرېښی و، کورنۍ مو وطن ته ستنه شوې وه او ما په نوښار کالج کې زدکړې کولې او دشاعرۍ پیریان راباندې ایله ایله کېناستلي وو،دخوشال بابا په مزار مشاعره وه،زه هم ورغلی وم .ما یو شعر په سټیج ولوستلو، نورو شاعرانو هم په خپل وار شعرونه ولوستل،اجمل بابا مشر مېلمه و،په اخره کې خبروته را جیګ شو.په خپله وینا کې یې وویل ( ددې زلمي نجیب افغان شعرونه ددې خبرې ثبوت دی چې دپښتنو ځوان نسل دخپلو مسوو لیتونو نه ښه خبر دی .)هغه وخت زما څه احساسات وو ، زه به یې دسایل په یو شعر ځواب کړم چې وايي  ( نن خو دې اوچت کړمه اسمانه په یوه موسکا............تندر شومه زه د رقیبانو په سر پرېوتم .)

دایو زه نه وم چې زلمی وم او هغه تشویق کړم،هغه د ټولو زلمو سره مینه لرله .صادق ژړک هم یو له هغو زلمو څخه دی چې ښاغلي خټک ته ډېر نږدې پاتې شوی دی،بیګاناوخته یې راسره په ټیليفون خبرې کولې.ورته مې وویل باباولې د ځوانانو سره دومره مینه لرله ؟  هغه راته وویل ځکه چې ځوانان انقلاب یا بدلون راولي خو زما په اند دا هله چې داجمل صیب غوندې د مشرانولاس مو پرسر وي، خو له بده مرغه اوس دا لاس نشته .

زه څو څو وارې اکوړي ته دهغه ځای ته تلی یم،مرکې مې ورسره کړي دي او زدکړه مې ترې کړې ده .زه چې کله به هم ورغلم نو راته به یې ویل راډیو اورم ستا راپورونه ډېر ښه دي ، دافغانستان په ګټه دي .زه پوهیږم چې هغه زما د تشویق د پاره دا هرڅه ویل خدای پاک دې وکړي چې هغه وخت هم راشي چې زه رښتیا هم ددې جوګه شم چې دسیمې او د هیواد په ګټه قلم پورته کړم .

په دوه زره اوم کال کې روښان یوسفزي په کومه ورځ پاڼه کې داجمل خټک د بیمارۍ خبر خپور کړی و،زه هغه مهال  په پېښور کې د افغانستان د قونصل عبدالخالق فراهي او د افغان فرهنګتون د رئیس ظاهر بابري سره یې تپوس ته ورغلم .د رحمان روغتون  په یوع خونه کې بستر و،وضع یې ښه وه،ټولو ته يې ویل  ( ګل مې ...... اوس ښه یمه،تاسو هسې ځان په عذاب کړی دی .)

خو دا ځل یې درنځ نه بلکه د مرګ خبر راغلو.هغه نن د فبرورۍ په اتمه نېټه ددوشنبې په ورځ په اکوړي کې خاورو ته وسپارل شو.تابوت یې په سور بیرغ پوښل  شوی و.د جنازې لمونځ یې په خوشال خان خټک کالج کې د قاضي انوارالحق له خوا په داسې حال کې ولوستل شو چې زرګونو کسانو ورکې ګډون کړی و .

پېښور

2010 ، فبروري 08